غـــــــــــــزل

يوو په زندان کې، خو زندان کې یوه شپه نه کوو

کومې خبرې چې کول غواړي، هغه نه کوو

 

په زندگۍ دومره حالاتو بې باوره کړو چې

مونږ د يو چا سره د بيا راتلو وعده نه کوو

 

د محبت احساس مې مه گڼه له ځانه پردی

د وجود سويري نه خو مونږ کور کې پرده نه کوو

 

غواړو د يو بل په ساگانو کې ساگانې واخلو

د يو او بل پورې روان يوو، او دمه نه کوو

 

هسې نه چاته څوک ورياد نه شي او ونه ژاړي

د چا په مخ کې چا سره اوس مخه ښه نه کوو

 

اوس هم مړ کيږي په دې ښار بل شوی اور باقره!

سيندونه هم د حد نه زيات دي اراده نه کوو

شاعر: شاهنواز باقر