غفور: له حزب اسلامي سره سوله به په عقیدوي لحاظ ډیر اغیز ولري

سولې عالي شورا وایي، ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې توافقنامه لاسلیک شي.

یوشمیرکارپوهان وایي،دسولې سره د حزب اسلامي یوځای کیدل به نه یوازې په افغانستان کې جنګ راکم کړی،بلکې په عقیدوي لحاظ به یې هم اغیز زیات وي.

دهمدې موضوع په اړه زمونږ همکار زبیح الله شینواري د سیاسي مسایلو له څیړونکي جاوید احمدغفور سره مرکه کړې،او په سرکې یې دا پوښتنه کړې چې د سولې سره د حزب اسلامي یوځای کیدل به د جنګ په راکمیدو کې څومره اغیز ولري؟