غمجنو ، خواشینو او مصیبت ځپلو ته د زړه ډاډ

کله چي حضرت نوح علیه السلام دعاء وکړه چي ” الهي ! کومک مي وکړه زه مغلوب یم ” د ده په زړه کي هیڅکله دا نه ورګرځېده چي د ده دپاره به ټول بشر غرق کړل سي، د ده په دعا سره به بېله ده او د ده هغه ملګري چي د ده سره په کښتۍ کي وه نور به د نړۍ ټول اوسېدونکي فنا سي، ( نو ته هم پر خپل رب عزوجل اعتماد او باور وکړه )

موسي علیه السٌلام ماشوم دی او وږی سو ، په ژړا یې د فرعون ټول قصر  ډک سو ، خو پر دغه سربېره یې د یوې دایي یا تئ ورکونکي تئ نه قبلاوه، د فرعون ښځه آسیه داییګاني او دقصر ټول نوکران په ده مشغوله دي، دغه ټول کارونه د الله جل جلاله د رحمت او مهربانۍ په سبب د هغي ښځي د زړه د آرام او سکون دپاره کیږي چي د رود تر شا د خپل زوی د لیدلو په شوق کي ده.

( نو ته هم پر خپل رب عزوجل اعتماد او باور وکړه )

پر یونس علیه السٌلام د شپې تاریکي ، د دریاب تاريکي او د ماهي د نس تاریکي سره یو ځای سوې ، غم او پریشاني پر زیات سوه نو یې عذر وکړی او ناري یې کړه.

{ لا إِلَهَ إِلا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ 78 } الآنبیاء : 78 ]

تر دغي ناري وروسته الله جل جلاله فرمايي:

{ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ ۚ } [ الآنبیاء : 88 ]

ژباړه : موږ د ده غوښتنه قبوله کړه او له غمه مو خلاص کړی.

( نو ته هم پر خپل رب عزوجل اعتماد او باور وکړه )

رسول الله صلی الله علیه واله وسلم په خپل بستر کي غمجن پروت ؤ ځکه مهربانه زوجه او هغه اکا چي د ده صلی الله علیه واله وسلم کومکي او ملاتړ ؤ دواړه وفات سوي وه او پر ده صلی الله علیه واله وسلم پرېشانۍ زیاتي وې، الله جل جلاله جبریل علیه السلام ته امر وکړی چي زما محبوب لوړ آسمانونو ته راوله چي د انبیاء علیهم السلام او ملائکو په لیدلو یې د زړه تسلٌی وسي.

( نو ته هم پر خپل رب عزوجل اعتماد او باور وکړه )

کله چي یوسف علیه السلام په زندان کي ؤ الله جل جلاله د ده د را ایستلو دپاره ټکه یا تندره نه را ولېږل چي د زندان په ماته کړي او دئ علیه السلام را ووزي او نه یې د زندان دېوالونه امر کړه چي سره ليري او ونړیږي ، بلکي یو خوب یې را ولیږی چي د شپي په آرامي کي کله چي پاچا بیده وي په خیال یې ورننوزي.

نو ته هم پر خپل رب عزوجل اعتماد او باور وکړه.

خپل د عجز او زاریو لاسونه په دعاء سره پورته کړه او پوه سه چي تر اوو آسمانونو دپاسه حیکم او کریم رب عزوجل ستا عجز او زارۍ اوري، پر موږ مسلمانانو که مځکه تنګه سي آسمان راته پراخه دی نو ولي به نا امیده کیږو .

حنظله “عزیزي”