غني مه غندئ ، غني تقویه کړئ ـ لیکوال : شکرالله پاڅون

د ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي او ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي تر نامه لاندې دحکومت د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته په فیسبوک پاڼو او نورو انټرنیټي پاڼو کې پرډاکتر اشرف غني احمدزي ددغه هوکړه لیک د لاسلیک له امله سختې نیوکې وشوې ، چا یو څه لیکلي او چا بل څه ، په دغو کسانو کې ډېرې مخکښ لیکوالان هم دي او په ګڼ شمېر کې هغه کسان هم تر سترګو شول ، چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د بریا لپاره یې کار کاوه.
له دغو اکثرو لیکنو سړی دې پایلې ته رسي ، چې په افغانستان کې د نورو کارونو ترڅنګ د افغانانو د سیاسي ذکاوت لوړوالي ته هم باید کار شوی وی . که موږ دا نیوکه کوو چې د نړۍ دویم مفکر باید داسې سیاسي معامله نه وه کړې ، نو ترڅنګ یې باید په دې هم فکر وکړو چې ولې دغه ډول سیاسي معامله وشوه .
کله چې انتخابات دویم پړاو ته لاړل ولیدل شول ، چې پخواني اکثره جنګي قوماندانان او د افغانستان دکورنیو جګړو تجربه کاران یوې خواته شول ، د ټولو په سر کې پخوانۍ هوا ګانې چلېدې ، لا دویم پړاو ټاکنې نه وې ترسره شوې ، چې دوی د بېلابېلو ادارو لپاره په تشکیلاتو کار پیل کړی و ، زیاتره هغه چې یاهم د مجاهدینو په دور کې او یا هم په موقته اداره کې په کومو چوکیو پاتې شوي وو ، د همغو چوکیو لپاره یې خیالي تشکیلات برابرول ، په امکاناتو پسې یې د حساب ماشینونه را واخستل . ولس چې دا حالت ولید خپل راتلونکی یې د کړنګ په سر ولید ، هغو کسانو چې د کورنیو جګړو او د جنګسالارانو د واکمنۍ پرمهال یې په افغانستان کې شپې کړې وې ، هماغه وخت ورته سترګو ته ودرېد . په راتلونکي کې له کړاوه د خلاصون یوازینۍ لار یې د ډاکتر اشرف غني بریا بلله ، ولس دا مېړانه هم وکړه ، د زورواکو او ټوپکوالو د ټوپکو پروا یې ونه کړه خپله رایه یې وکاروله . خو څنګه چې رایه اچونه پای ته ورسېده ، ډاکتره عبدالله عبدالله حس کړه چې ولس رایه ورنه کړه ، نو دواره ده او ټیم یې له ټاکنو سره بایکاټ اعلان کړ . دلته بیا ولس له نهیلۍ سره مخ شو ، خبره دې ته هم را ورسېده چې عبدالله عبدالله د خپل موازي حکومت د اعلان ګواښ هم وکړ ، د شمال ټلوالې لنډغر ګوته په ماشه شول او لکه د وږو لېوانو یې دافغانانو وینو ته غاښونه وچیچل . دافغانستان د تجزیې وېره هم پیدا شوه ، د عبدالله عبدالله د ختیځ زون د کمپاینر حضرت علي له لورې داهم وویل شول چې ( ډاکتر عبدالله عبدالله ته یې ویلي چې دوه ویشت امن ولایتونه به موږ ونیسو او پاتې به طالبانو ته پرېږدو )
داسمه ده چې د دوی دې پټکو او دړکو به هغومره زور نه لرلو لکه څنګه چې دوی وایه ، خو خبره د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو وه . څه فکر کوئ که دوی ډز کړی وای ، د تحول او تداوم ټیم ملاتړي به ورته لاس تر زنې ناست وای ، هیڅکله هم نه ، که دوی ډز کړی وای ، له داسې عکس العمل سره به مخ شوي وای چې تر ابده به نیست او نابود شوی وای ، خو افغانان به یوځل بیا نامعلومه موده د ویر پر ټغر ناست وای او د افغانستان دوه ګاونډیان ایران او پاکستان چې په افغانستان کې دهمداسې حالت تږي دي ، د خوشالۍ جشنونه به یې نیول.
ددې هرڅه سره سره د عبدالله عبدالله او ورسره ټیم پالیسۍ دافغانستان اقتصاد له خاورو سره خاورې کړ ، په ملیاردونو ډالره زیان یې واړاوه ، له افغانستانه یې پانګه وال تېښتې ته اړه کړل ، سوداګري له سقوط سره مخامخ شوه ، دولتي عواید د صفر خواته په راتلو شول ، په داسې حال کې چې افغانستان نړۍ والو مرستو ته اړتیا لري ، له افغانستانه د نړۍ والو دمخ اوښتو وېره راپیدا شوه ، افغانستان نړۍ وال اعتبار له لاسه ورکولو ته نږدې شو . د عامو افغانانو ژوند دومره خراب شو چې که به دې ټاکنې ورته یادې کړې ، حتی کنځلې یې درته کولې ، له هرچا سره به دې چې کومه معامله کوله ، همداخبره به یې درته کوله ، چې ته ودرې چې دا وطن روغ پاتې کېږي او که نه ؟
بله خبره دا چې اشرف غني احمدزي په خپلو ټولو وروستیو بیانونو کې ویلي چې دی پرېږدئ چې سیاست وکړي ، ځکه چې موږ په جنګونو کې ګټلې ، خو په سیاست کې مو بایللې ده ، داځل به سیاست ګټي . له ولس سره کړې ژمنې به عملي کوم
نن اشرف غني ولس له نامعلوم برخليکه وژغوره ، په ولس کې ایله د ارام ساه وچلېده ، د بد نیتو ګاونډیانو ایران او پاکستان زړونه وچاودېدل.
اشرف غني په خپل سیاست کې بریالی شو ، د ولسمشرۍ هغه نوماند او ورسره ډله یې چې خیالي پاچاهیانې یې ډنګولې ، بالاخره یې په خپل فرمان مامورین او دا یې ورته وښوده چې دی د افغانستان ولسمشر دی . که معامله کې هرڅه وي ، څومره واک او څه ډول واک ، خو دا هم باید له پامه ونه غورځوو چې جمهور ريیس خو اشرف غني شو او پاتې ټول هغه یې مامورین
تاسې ته به د اشرف غني احمدزي هغه خبره یاده وي ، چې ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې یې د ملي راډیو تلوېزیون او ازادۍ راډیو په ګډې مناظرې کې د ولسمشرۍ نوماند هدایت امین ارسلاء ددې نیوکې په ځواب کې وکړه ( ارسلاء نیوکه وکړه چې اشرف غني له ځان سره دوستم غوندې سړی لومړی معاون کړی. اشرف غني ورته وویل : ارسلاء صیب په بله نړۍ کې ژوند کوي .)
که د اشرف غني احمدزي په لیاقت ، وړتیا ، علمیت او فکر باورمند یاست او په همدې خاطر مو ورته کار کړی او رایه مو ورکړې ، نو اوس درته په کار ده چې پر اشرف غني د نیوکو او دده د ورستۍ پرېکړې د غندلو پرځای د ده د برنامو عملي کولو لپاره مټې را ونغاړئ ، هغه چې د ولسمشر اشرف غني مخالف دي ، پر هغو هم کار وکړئ او د خپل کاروان ملګري یې کړئ ، په دې کار سره به په راتلونکي کې خپلې فکري رایې تر دې هم زیاتې کړئ . هغه څوک چې د ډاکتر اشرف غني د برنامو د تخریب لپاره کار کوي ، مخه یې ونیسئ ، په یاد ولرئ چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د لارویانو ترمنځ نفاق ، د اشرف غني د کمزوري کېدو لامل ګرځي . اشرف غني احمدزی ستاسې په ملاتړ او کار قوي کېدی شي ، همت له لاسه مه ورکوئ ، ګټلې مو وه او و مو ګټله ، اشرف غني غندئ مه ، تقویه یې کړئ .