غواړئ، د ژوند په پای کې د پښېمانۍ احساس ونه وکړئ؟

که غواړئ، چې د ژوند په پای کې د پېښمانۍ احساس ونه کړی، دا شپږ کړنې ضرور تر سره کړئ. شاید تاسې هم په ټولنیزو رسنیو کې د نړۍ د مشهور کسانو حکایتونه اورېدلي وي، چې د مرګ په وخت کې د پښېمانۍ احساس کړی وي. پدې لیکنه کې به ۶ هغه جملې ولولو چې د ژوند په پای کې د پښېمانۍ احساس ونه کړی.

۱ – هر ورځ چې له خپلې مینې نه جدا کېږی، هغه ته دا ووایئ، چې څومره مینه ورسره لری.

۲ – هېڅکله هم دا مه هېروئ، چې باید تل د هغو کسانو په قدر ځانونه پوه کړئ چې تاسې ورسره مینه لری.

۳ – عجیب، غریب اوسئ، بې مزې او بې ساتېری اوسئ. په ټوله کې هغه څه مو چې خوښ ساتي هغه اوسئ.

۴ – په خلکو د زړه سوي او مهربانۍ له پاره له هر فرصت نه ګټه واخلی.

۵ – ښه او انسان دوستانه کارونه وکړئ. هغه خلک به هېڅ کله هم ستاسې احسان هېر نه کړي.

۶ – هیلې او خوبونه مو په رښتیا بدل کړی، هغه که هر څه وي.

هیله مند یم، چې دا ټولې ۶ جملې مو په ژوند کې وڅارئ، تر څو د ژوند رښتینۍ خوند احساس کړی.

ژباړن: شبیراحمد سلیمي نړیوال