غواړئ اولادونه مو څه ډول لوی شي؟

یو کنفرانس ته پر لاره وم چې یوه تابلو مې ولیده. پر تابلو څه داسې لیکل شوي وو: خپلو اولادونو ته څه ور زده کوی؟

لوی فکر او مشري له کوره پیل کېږي. فکر کوم چې د اولادونو د غوره تربیت لپاره تر ټولو اغېزناکه لاره دا ده چې په غوره بڼه ژوند وکړو، له ځان سره رښتیني و اوسو څو دوی هم په دې ارزښتونو پسې لاړ شي، که څه هم د دوی مزل بېل دی.

هغو کوچنیو رهبرانو ته څه پیغام لری چې ستاسو کړنو او اعمالو ته ګوري او له تاسو څخه الګو اخلي؟ ایا دوی ته ښیی چې په هر کار کې ښه والي ته پام وکړي؟

او یا دا چې دوی ته ور زده کوی څو کوچني پاتې شي او د ژوند په ډېره ټیټه سطحه کې لاس او پښې ووهي؟ د ونې مېوه د ونې له چهارچاپېره لرې نه توېږي.

ستاسو اولادونه له هغه ډېر عمل کوي، څومره چې تاسو فکر کوئ. کولای شي له خپلو اولادونو سره مرسته وکړي څو خپلو موخو ته ورسېږي.

ستاسو په ښې رهبرۍ سره دا کار شونی دی.

 

ژباړه: حمیدالله حمیدي