غواړئ د ښه زده کوونکي ځانګړنې ولرئ؟ نو دغه لیکنه ولولئ

لیکنه: خالد دانشيار

کله مو فکر کړئ چې ولي تاسو یو ښه زده کوونکي نه یاست؟ ښه زده کوونکی نه یواځي دا چې ښه ذهن پورې اړه بلکې د ژوند طرز العمل پورې هم مستقاً ارتباط لري.

دغه لاندیني نقاط تعقیب کړئ، پدې سره به تاسو په خپل ځان کې نوي بدلونونه وینئ او یو ښه زده کوونکی به شئ.

موخې وټاکئ

لنډ مهاله او اوږ مهاله موخې مو کولی شي چې ستاسو د بریالیتوب په اړه څرګندونه وکړئ. که چیرې موخې ونه لرئ نو تاسو نشئ کولی چې بریاوې ترلاسه کړئ.

د مطالعې لپاره منظم مهال وېش جوړ کړئ

د ښې مطالعې لپاره منظم مهال وېش مهم دی چې تاسو ته به د مطالعې منظم وخت درمعلوم وي.

ارامتیا ولرئ

که چېرې تاسو ټولګي ته ناارامه ورځئ نو تاسو نشې کولی چې د ښوونکي درس په منظم ډول واخلئ. نو ټولګي ته د تلو دمخه ځان ارامه کړئ.

د ښوونکو له سرچینو ګټه پورته کړئ

روزمره خپل ټولګي ته په تلو سره به تاسو کولی شئ چې د ښوونکي د تدریس څخه پوره ګټه پورته کړئ، یعنې تاسو به د ښوونکي د درسي موادو په اړه هم پوره معلومات ترلاسه کړئ.

د نوټ لیکلو مهارت ترلاسه کړئ

اورېدل او لیکل نه یواځي دا چې تاسو سره په زده کړه کې پوره مرسته کوي بلکې تاسو ته د دې اطمینان درکوي چې تاسو د ښوونکي په درس پوره پوه شوئ.

مشکل په صورت کې له نورو څخه پوښتنه او پلټنه کول

کله چې تاسو په خپلو درسونو کې مشکل سره مخ شوې نو ځان سره یې نوټ کړئ تر څو سبا ورځ یې له ښوونکي یا همصنفیانو څخه وپوښتئ. کوښښ وکړئ چې له ځان سره انټرنیټ فعاله کړئ او له ګوګل څخه مرسته واخلئ.

د ښوونځي یا پوهنتون په غونډو کې ګډون کول

د ښوونځي یا پوهنتون په مجلسونو کې برخه اخستلو سره به تاسو ځان نورو ته فعاله معرفي کړئ چې دا هم د ښه زده کوونکي صفت دی.

کورنۍ دنده اجراء کول

د هر مضمون کورنۍ دنده اجراء کړئ که هغه له انټرنیټ، کتابتون، ټولکي، همصنفیانو او د کور د غړو په مرسته هم وي نو ترسره یې کړئ.

هره شپه مطالعه کول

هره شپه مطاله وکړئ، په دغه ډول مطاله کول به له تاسو سره مرسته وکړئ تر څو درسونو مو د اوږدې مودې لپاره په ذهن کې پاتې شي. ځینې خلک شته چې د ازموینې په شپه ازموینې لپاره درس زده کوي، دغه درس خو به یې زده شي، لیکن د ډیرې مودې لپاره یې په ذهن کې نه پاتې کیږي.

ژباړه: خالد دانشيار سيدي