غواړئ لس زره ډالر معاش واخلئ؟

 

که مو زړه وي چې يو خوندور سفر وکړئ، پر پرمختلليو رسټورانټونو کې خواړه وخورئ او لس زره ډالره معاش هم ولرئ، نو بېړه وکړئ.

وتلې امريکايي کمپنۍ رونلډ ريپ اعلان کړی دی چې دوی يوه داسې کس ته اړتيا لري چې د امريکا په بېلابېلو هوټلونو وګرځي او د هغوی خواړه وڅکي.

دغه کمپنۍ وايي، د دغه کس دنده به لس ورځې وې، په ټوله امريکا به ګرځي او د امريکا پرمختلليو رسټورانټونو ته به ځي، هلته به خواړه څکي او بيا به يې په اړه مالومات ليکي.

دی به دا ليکي چې د خوړو خوند څنګه وه، څنګه پاخه شوي ول او څه شی پکې کارول شوي وو.

د دغه کس د سفر، خوړو او کرايې ټولې پیسې به دغه کمپنۍ ورکوي او په لس ورځې کې به لس زره ډالر معاش هم ورکوي.

دغې کمپنۍ ليکلي، هر څوک چې غواړي دا دنده تر لاسه کړي، په سلو تورو کې دې د ځان په اړه لنډ وليکي چې ولې د دې دندې وړ دی.

که يې شوقيان ياست، د روانې مياشتې د ديارلسم تاريخ تر دوولسو بجو وخت لرئ.