غواړئ پر ځان د باور له مخې وینا وکړئ؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي
ډېر کله داسې کېږي او شوي، چې په پوهنتون کې د خپل استاد او ټولګیوالو په مخ کې د درسي کنفرانس د وړاندې کولو، د ملګرو او دوستانو په منځ کې د یوې کیسې کولو، کومې غونډ ې ته د ینا کولو او یا هم په کاري چاپریال یا دفتر کې د همکارانو په مخ کې د خپل نظر د څرګندولو پر مهال د ډار او وېرې احساس کوو او خپل جراات له لاسه ورکوو.
دلته در سره په دې اړه ځینې مشورې شریکوو، چې د خبرو کولو پر مهال له تاسو سره مرسته کوي، چې څنګه و کولای شئ په پوره ډاډ او اطمینان خبرې وکړئ.
یوه څه باید په یاد ولرئ، چې تکړه ویناوال هم د خبرو په لومړي سر کې په خپل زړه کې ویره لري.
د دې لپاره، چې د خبرو کولو پرمهال خپل جراات له لاسه ورنه کړئ دا زده کړئ، چې لومړی باید په ځان پوره اعتماد ولرئ او په پوره ډاډ سره خبرې وکړئ.
هغه څه چې دلته ور څخه یادونه کوو په پوره دقت سره یې زده کړئ، تر څو وکولای شئ په پوره ډاډ سره خپلو مخاطابنو سره اړیکه ټینګه کړئ.
دا هم په یاد ولرئ، چې دغه څه وخت او تمرین ته اړتیا لري، نو صبوره اوسئ او په دقت سره لاندې ټکي عملي کړې تر څو خلک یو ډول په تاسو باندې منحسر شي.

۱- لومړی لازمه څېړنه وکړئ:
د دې لپاره، چې د ښې وینا کولو مهارت زده کړئ لومړی باید پر موضوع پوره حاکمیت ولرئ او له هغه څه څخه، چې غواړئ وې وایئ ځان ډاډه کړئ.
هغه څه، چې غواړئ خپلو مخاطبانو ته یې و وایئ په اړه یې پوره مطالعه وکړئ او څېړنه وکړئ.
کتابونه وګورئ، په انټرنېټ کې پسې وګرځئ او د دې برخې له پوهانو سره خبرې کړئ تر څو معلومات مو پوره وي او که کله هم کوم مخاطب درته پوښتنه کوي وکولای شئ په پوره دقت او ډاډ سره ورته ځواب و وایئ.
څومره،  چې د ټاکلې موضوع په اړه ډېر معلومات ولرئ په هماغه کچه به مو پر ځان باور هم زیات وي او دا بیا د دې لامل ګرځي، چې په پایله کې تاسو په ډېر لوړ جراات سره خبرې کولای شئ او تر تاثیر لاندې نه راځئ.
۲- هغه چاته چې غواړې وینا وکړئ ویې پېژنئ:
که غواړئ، چې د وینا کولو مهارت مو لوړ شي باید خپل مخاطبان یا هغه کسان، چې غواړئ ورته وینا وکړئ په اړه یې فکر وکړئ، که مو حاضرین خپل ټولګیوال و، په دې اړه فکروکړې، چې څنګه کولای شې د هغه توجه ځان ته جلب کړې، خو که مخاطبان مو کارپوهان او لوړ پوړي چارواکي و، نو بیا هڅه وکړئ، چې معیاري او علمي کلمې وکاروئ.
که داسې وه، چې تاسو ته ناست کسان تنکي ځوانان او ماشومان و، نو ښه ده، چې په ډېره ساده او عامیانه ژبه ورته خبرې وکړئ، تر څو هم مو خبرې حساسې وي او هم په دوی کې د کنجکاوۍ حس را وپاروي.
کېدای شي تاسو د خپلو مخاطبانو په اړه پوره معلومات ونه لرئ، خو کولای شئ، چې د دوی سن او موقیت ته په کتو سره وینا وکړئ.
۳- درکړل شوی وخت مدیریت کړئ:
د وینا لپاره درکړل شوی وخت په پام کې ونیسئ.
که درکړی شوی وخت معین او محدود و، نو ښه خبره دا ده، چې له زیاتو خبرو ډه ډه وکړئ او ژر تر ژره سره اصلي موضوع ته راشئ، خو که وخت محدود او ټاکل شوی نه وي، نو ښه ده چې له خپلې خوښې سره سمې خبرې وکړئ هسې نه، چې لا وخت وي او تاسو د خبرو لپاره له ځان سره څه ونه لرئ.
۴- له نویو امکاناتو ګټه واخلئ:
د وینا کولو پر مهال له موسقۍ، سلایډ او پروجکټور څخه ګټه اخیستل، کولای شي په زیاته کچه د ناستو کسانو توجه ځان ته جلب کړئ.
خو یو څه مو باید په یاد وي، چې له دې هره یوه څخه یې پر خپل وخت ګټه واخلئ. د بېلګې په توګه: کله، چې جدولونو، عکسونو او یا دې ته ورته شیانو د ښودلو اړتیا شوه په هغه وخت کې بیا کولای شئ، چې ویې کاروئ.
۵- وینا مو باید مخکې له مخکې ترتیب کړې وي:
که مو د خپلې وینا هره برخه مخکې له مخکې ترتیب او منظمه کړې وي، د ښې وینا په مهارت کې در سره پوره مرسته کولا شي.

ښه وینا لکه د مقالې په څېر باید مهمې او اصلي برخې ولري:
– مقدمه: له هرڅه مخې مو د وینا اصلي ټکي معرفي کړئ، او ناستو کسانو ته و وایئ، چې د څه په اړه ورته خبرې کوئ
–  اصلي برخه: د اصلي موضوع په پیل کې باید له یوه غږیز او یا هم تصویري فایل ګټه واخلئ، ځکه دغه څه له تاسو سره مرسته کوي، چې د موضوع په اصلي برخه ډېرې خبرې وکړئ
– پایله: د پایلې او یا هم د نتیجه ګیرۍ پر وخت یو ځل بیا د وینا مهمو برخو ته اشاره وکړئ او هغه څه چې لازم دي د وینا په ورستۍ برخه کې ور څخه یادونه وکړئ.
۶- تمرین، تمرین، تمرین:
که غواړئ، چې یو ښه ویناوال شئ، نو هغه څه چې په دې برخه کې در سره مرسته کولای شي هغه «تمرین» دی،
د هندارې، ملګرو او یا هم د خپلې کورنۍ د غړو په منځ کې ودرېږئ او خبرې ورته وکړئ.
هڅه وکړئ له موضع سره ځان ښه بلد کړئ او په دې هم ځان پوه کړئ، چې چېرته باید مکث وکړئ او یا هم په کوم ځای عکس او یا نور لازم شئ ناستو کسانو ته وښایئ.
دې ته هم باید پوره تیاری ولری، چې کېدای شي کوم ناست کس د اړوندې موضوع په اړه درڅخه پوښتنه وکړي، ځواب یې و ویلای شئ.

ډېره کله د تمرین پر وخت د فلم اخیستل هم له تاسو سره مرسته کوي، چې خپلو تېروتنوته مو در پام کړي. دا ستاسو په خوښه پورې اړه لري، که پوهېږي، چې د فلم ډکولو د کامرې تر تاثیر لاندې راځي، نو له دې کار څخه ډه ډه وکړئ.