غوره ویناوي

 

ليکوال: حامد افغان

دټولنپوهنې علماء وایې چې خبری دبرېښنا په څېر انسان ته په رسېدلو غوره ویناوي

کې له بل هرډول ځواک نه پیاوړی دی ځکه خو دپوهانو ، مشرانو، شاعرانو

او نقادانو او سیاسې شننوکو خبرې له بل هر قوت نه ډېرې ځواکمنې دې

موږ دسرپه سترګو لېدلې دې چې ډېرځله دیوه پوه یوې جملې یاد یوه شاعر

یوه بند دسترو پېښو مخه پر بل لوری ګرځولی وی لنډه بېلګه یې د فرضې

یاحقیقې ملالی ابۍ ټپه ده چې دفرنګ سوبه یې دهغوی په ماتې بدله کړهاوله دې کبله خو ډېرځله یوه خبره داسې په منډه دسړي زړه ته لاره پیداکړې او هلته داسې کلکه کینې چې بیانو په ټول ژوند کې ورسره ملګرې وې او دژوند په کږلیچونوکې لاره ورښیې ته به وایې کوم ډېرمهربانه روزونکی اومربی یې شپه ورځ په څنګ کې ناست اوروان دی اوچې کله هم ددې خبرې په اړوند ځای کی کږه پښه ږدی نوله مټ یې نیسی او دحال په ژبه درته وایې :

داڅه کړي ؟؟!!

موږخو هم د کتابونو چینجې یو او اوس مو داد چینجی والی خوړین عادت

تر انټر نیټه هم رسېدلی دی د خپل جهل او ناپوهې له لاسه لالهانده اوستومانه

ګرځو که چرته مو کوم ښه اوخیر ترلاسه کړ یامو داسې رښتیا او حکمت ترلاسه

کړ چې دخپل ژوند تورو تروږمیوته یې مشال کړو او له درنو لوستوالو سره

مو مینه اوخواخوږي هم شته کوم دخیر لاره یاد حکمت خبره چې په مخه راشې

نو زړه مې وغواړې راځه دا له یارانوسره هم شرېکه کړم داڅه موده مې څو داسې

غوره ویناوی موندلې دې چې که دسرو زرو په اوبو ولیکل شې هم به یې حق نه وې اداشوی او دا هره خبره په خپل ځای کی یواوږد مضمون او ان یوه ارزښتناکه

رساله هم بللی شم خودا په هغه وخت کې چې لوستونکی داخبره دزړه په غوږونو واورې اوبیا یې د تدبر او تفکر تراوږدې عملیې لاندې

راولې . راځئ داخبرې ولولئ او خوند ترې واخلئ !

1- ددې په ځای چې ټول عمر په تیارو لعنتونه وایې له ځانه یوه کوچنی شمعه جوړه کړه.

2- له محال اوناممکن نه چاپوښتنه وکړه چې چیری اوسی ؟ هغه وویل : دعاجزانو په خوبونوکې .

3- هغه څوک پیاوړی ندی چې هروخت جګړه ګټې بلکې هغه څوک کمزوری دی چی تل یې سوله بایللی وې .

4- ترڅو چې ته دبیا له پاره په پښو درېدلی شي په ناکامی مه خپه کېږ ه .

5- په کوم کور کې چې کتاب نه وې هغه بی روحه کوردی.