غوره ښوونکي دغه لس ځانګړنې لري

ژباړه: حضرت عثمان نوري

دا ډېره ستونزمنه ده چې تاسې په ټولګي کې د ټولو زده کوونکو لپاره بسیا شئ، دا څرګند حقیقت دی چې موږ ټول مختلف یو، نو زده کوونکي هم مختلف دي او هر یو یې د زده کړې جدا طرز لري. که تاسې غواړئ د خپلو زده کوونکو لپاره یو ښه ښوونکی جوړ شئ، نو دلته موږ لس هغه اړیني لارښونې ذکر کوو چې تاسو سره مرسته کوي، څو یو ښه او منظم ټولګی ولرئ او د درسي بهیر ترڅنګ د ټولو زده کوونکو لپاره برلاسی ښوونکی شې.

لومړی: دزده کوونکو ستونزې درک کړئ

رواني ستونزې، کورنی تاوتریخوالی، روحي فشار، بدرې ورځې او ګڼ شمېر نور لاملونه شته جې د زده کوونکو په حافظه منفي اغېز کوي. که تاسې پوهېږئ چې ستاسو زده کوونکي د بد حالت په مطالعه بوخت دي او درسي بهیر کې ونډه نه اخلي، همداراز په درسي بهیر کې یې فکر بل ځای ته وي، نو دا څرګنده ده چې دغه زده کوونکي مو له ستونزو سره مخ دي او باید له هغویو سره مرسته وکړئ.

ارواپوهان ټینګار کوي چې له دویو سره دمور او پلار په څېر چلند وکړئ، د هغویو ملاتړ وکړئ او د هغه څه په اړه یې وپوښتئ چې دوی ته پېښيږي. که تاسې پوهېږئ چې زده کوونکي مو خفه دي، نو دا یې غوره لار ده چې له هغویو سره د درسي بهیر وروسته لیدنه وکړئ او معلومه کړئ چې څه واقع کیږي.

دوهم: د دوی ملګري شئ، مګر په اندازې سره

زده کوونکي تېز چلند او جدیت نه خوښوي، نو له همدې آمله زیات زده کوونکي هغه ډول ښوونکو ته لېواله وي، چې جدیت نه لري او تل له نرمۍ کار اخلي. که تاسې غواړئ د زده کوونکو لپاره یو ښه ښوونکی شئ، نو د هغویو په اړه خبرې وکړئ، کوښښ وکړئ چې درسي بهیر داسې مخته یوسئ، څو مو زده کوونکي د جدیت احساس ونه کړي او دوی وانګیري چې ښوونکی مو لارښود ملګری دی، خو دا هم مه هېروئ چې له خپلو زده کوونکو سره له اندازې زیات مه خوږېږئ.

دریم: درسي بهیر مو د زده کوونکو له ژوند سره یو شان برابر کړئ

که تاسو غواړئ چې ستاسو زده کونکي ستاسو درسونه ښه زده کړي، نوهڅه وکړئ چې د درسي بهیر مثالونه مو په هغه افکارو روښانه کړئ چې د زده کوونکو لپاره د منلو وړ وي او دوی ورسره په ورځني ژوند کې مخ کیږي، ځکه دا چاره د زده کوونکو لپاره ډېره په زړه پورې وي.

څلورم: د درسي بهیر وخت مو باید په ځیرکتیا سره وکاروئ

د درسي بهیر وخت معلوم دی، یا څلوېښت دقېقې، یا پنځوس دقېقې او یا یو نوي دقېقې؛ خو باید له دې وخت څخه ښه ګټه واخلئ څو مو زده کوونکي له درسي بهیر ناراضه پاتې نه شي او ستاسو له شتون شکایت وکړي. همداراز په خپل درسي بهیر کې د زده کوونکو ونډې ته پوره لېواله اوسئ او همېش یې وهڅوئ. په یاد ولرئ چې دا وخت د زده کوونکو لپاره خورا مهم دی او باید حق یې ور ادا کړئ.

پینځم: خپلو زده کوونکو ته درس ښه روښانه کړئ

ټولګي کې هر ډول زده کوونکي وي، ځیني یې داسې وي چې د ښوونکي له خولې په یو ځل تدریس پوهیږي، ځیني یې په دوهم ځل تکرار او ځیني یې بیا دریم ځل تکرار پوهیږي. هغه چې په لومړي ځل تدریس پوهیږي، د ښې او چټکې حافظې خاوندان دي. هغه چې په دوهم ځل تکرار پوهیږي، د حافظې قوه یې ډېره چټکه او غښتلې نه ده او هغه چې د لوست په دریم ځل تکرار پوهیږي، د حافظې د اخذ قوه یې کمه ده. له دې ډول زده کوونکو سره باید ښوونکی تدریسي بهیر لا روښانه کړي او بیا بیا دې د درس مهم ټکي زده کوونکو ته تکرار کړي، همداراز ښوونکی باید ډاډ ترلاسه کړي چې زده کوونکي یې په درس پوهیږي او که نه.

شپږم: په مختلفو لارو تدریس (ښوونه) وکړئ

 

زده کوونکي هغه درسي میتود ته ډېر خوشحالیږي چې درسي بهیر یې په مختلفو مثالونو او ګټورو جملو کې نغښتی وي. غوره ښوونکی دامکان په صورت کې زده کوونکو ته بېلابېل توي چمتو کوي، څو یې زده کوونکي په درسي بهیر ښه او ژر پوهه شي. دغه راز ښه ښوونکی کولای شي چې په بېلابېلو طریقو او میتودونو خپل درسي بهیر زده کوونکو ته په ښه ډول وړاندې کړي. بېلابېلې لارې لکه (د کتابونو، ویناوو، وړاندیزونو، ویډيو ګانو، غږیز فایلونو او هر هغه شی چې د زده کوونکو لپاره د منلو وړ وي) کاروي.

اووم: تل محکم اوسئ

تل ثابت او محکم پاتې کېدل په دې معنا ده نه ده چې ګویا تاسې یو دیکتاتور یاست، بلکې ثابت او محکم پاتې کېدل ستاسو شخصیت ته درناوی ورکوي. زیات زده کوونکي هغه ډول ښوونکي نه خوښوي چې د ډېر نرم خوی خاوند وي او د زده کوونکو سره په چال چلند برلاسی نه لري. تاسې باید هر وخت ثابت او په خپل چلند برلاسي اوسئ. همداراز ټولګي ته په خفه څېرې سره مه ننوځئ، بلکې په پراخه تندي خپلو زده کوونکو ته هرکلی وکړئ.

اتم: ښه ښوونکی تل موخې لري

کله چې تاسې درسي بهیر پېلوئ، باید زده کوونکي ټوله پاملرنه تدریس ته راوګرځوئ او ځان ډاډمن کړئ چې زده کوونکي تاسې ته غوږ دي. غوره ښوونکي روښانه اهداف لري او له خپلو زده کوونکو پوښتي چې تاسې نن ورځ څه زده کړل؟ دغه راز درسي پلان تاسې سره مرسته کوي، څو درسي بهیر له هرډول خنډونو پرته په ښه ډول مخته یوسئ.

نهم: ښه ښوونکي د زده کوونکو لپاره یو ښه مثال ټاکي

یو ښه ښوونکی تل په زده کوونکو مثبت اغېز لري، که تاسې خپلو زده کوونکو ته د تدریس پر مهال ګټور او روښانه مثالونه بیان کړئ چې د زده کوونکو لپاره جالب او ښه وي، نو ستاسو زده کوونکي به ستاسو په مطلب ښه پوهه شي. غوره ښوونکي زده کوونکو ته تل روښانه مثالونه واضحه کوي، نو ځکه خو یې زده کوونکي هم ورڅخه منندوی وي.

لسم: په زده کوونکو مو باور وکړئ

خپل زده کونکي وګورئ، که چیرې ځينی یې ستاسو له تدریسي موضوع سره دلچسپي او لېوالیتا نه لري، لامل یې دا دی چې دوی په دې موضوع نه پوهیږي. د غوره ښوونکي یوه ځانګړنه دا هم ده چې ټول زده کوونکي په درس پوهیږي، نو ځکه خو د ښوونکي د پوښتنې په ځواب کې ټول زده کوونکي د ځواب ګوته پورته کوي. تاسې هم هڅه وکړئ چې په خپلو ټولو زده کوونکو مو باور وکړئ، له هر یو یې جدا جدا پوښتنه وکړئ، درس ورته بیا بیا تشرېح کړئ او تر هغه یې مه پرېږدئ،؛ څو مو ډاډ نه وي ترلاسه کړی.

ـــــــــــــــــ

پای