د ملي دفاع وزارت خبر پاڼه وايي، له یادو وسله والو څخه ۱۶۰ یې د غور په جام، شیربچه او استوره ولسوالیو کې او همدارنګه ۱۲نور یې د هرات په تخت سیمه کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي.
د دفاع وزارت اعلامیه زیاتوي دغه وسله وال طالبان د نظامي فشارونو له امله تسلیم شوي.