غور ولايت کې چاودنې يو تن ټپي کړی

نن سهار مهال ‏د غور ولایتي روغتون ته څېرمه چاودنه کې یو ملکي ټپي شوی دی.

د غور روغتيايي مسوولين وايي، د ټپي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ویل کېږي چاودېدونکي توکي په بایسکل کې ځای پرځای شوي و.