غور ولایت کې سلګونه کورنۍ په اقتصادي کلابندۍ کې دي

افغان حکومت وايي، په غور ولایت کې سلګونه کورنۍ د وسلوالو طالبانو له خوا د لارې بندېدو له امله په اقتصادي محاصره کې ژوند کوي او د هغوی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی.

د غور ځايي چارواکو په وینا، طالبانو د دغه ولایت د غور پسابند او چهارسدې ولسوالیو لارې بندې کړي، چې له امله یې خلک په قاچاقي لارو په څو برابره لوړې بیې خوراکې توکي پیري.

بل لور د غور د والي مرستیال حبیب الله رادمنش وایي، چې له مرکز فیروز کوه سره د ولسوالیو لارو د بیا خلاصون په موخه پوځي عملیات پلان شوي دي، خو نوموړي د یادو عملیاتو پیل په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال بیا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، د غور د ولسوالیو لارې یې یوازې افغان ځواکونو ته د اکمالاتو پر مخ تړلي دي او عام خلک پرې تګ ـ راتګ کولای شي.

په غور کې مدني فعال حسن حکیمي وايي، خلک د اړتیا وړ خوراکي توکي له قاچاقي لارو په څو برابره پیسو رانیسي او په خبره یې، د خوراکي توکو د کمښت تر څنګ د پسابند او چهارسدې ولسوالیو اوسیدونکي د درملو او سون توکو له کمښت سره هم مخامخ دي.

غور د افغانستان په لوېدیځ کې یو غرنۍ ولایت دی چې اوږد او سخت ژمی لري، چې ځیني وخت د واورو او بارانونو ورېدو له امله هم خلک ډېر کړاوونه ګالي.