غور کې سږکال د غنمو او وربشو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی

د غور د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په دې ولایت کې د تیرو کلونو په پرتله باندې د غنمو او اوربشو حاصلات سږ کال زیات شوي دي.د مسوولینو په خبره، چې روان کال کې دوی له بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې زیاتې مرستې کړې او لاهم دوام لري. په ورته وخت بیا بزګران د حاصلاتو له ډیرېدو خوښ دي، خو زیاتوي، چې د پلور لپاره یې مناسب بازار نه لري.