د غور د والي ویاند محمد عارف عابر ویلي، چاودنه د چهارشنبې سهار د غور ــ هرات پر لویه لار د ملکي وګړو پر یو موټر شوې ده.
د عابر په خبره پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او لس نور ټپیان دي، چې د دوه کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د دې پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.