غوښتنليک ليکنه!

عريضه_ درخواست_ غوښتنليک_ (Petition): عريضه د درخواست،عرض يا غوښتنې په مانا دی، چې پښتو کې ورته غوښتنليک،فارسي_دري کې ورته عريضه يا درخواست نامه، انګليسي کې ورته (Petition) وايي. ژبپوهان د عرض کلمه په بېلابېلو ډولو تعبيروي، چې يو له هغې څخه هم د يو مطلب بيان او وړاندې کول دي؛ د ټيټ پوړي يا کوچني وګړي څخه لوړ پوړي يا خلکو ته.
د پخوا وختونو راهيسې، غوښتنليک د دولتي ارګانونو او ملت ( عوامو) تر منځ د اړيکو د پل حيثيت غوره کړی؛ چې په اوسني وخت کې هم د خلکو د غوښتنو او تقاضاوو يوه مهمه وسيله ده. کله چې د يو چا کار د دولت سره بند وي،يا غواړي چې له يو چاسره لانجه او شخړه حل کړي او يا خپل حق تر واخلي يا ځينې نور کارونه،چې د دولت په چوکاټ کې يې تره کړي،نو مجبور دی،چې يوه پاڼه غوښتنليک د خپلو غوښتنو له پاره نوموړي ادارې ته،چې دده کار يا سکالو ور پورې اړه لري،وليکي..
په افغانستان کې غوښتنليک ليکنه له پخوا راهيسي دود ده او هر څوک يې ليکي د خپلو ستونزو د حل کول له پاره.
هغه لارښوونې او ټکي چې په غوښتنليک ليکنه کې اړين دي،په لاندې ډول دي:
۱_ په ياد ولرو، چې غوښتنه مو څه ده؟ يا د څه په اړه غوښتنليک ليکو.
۲_ متن ته بايد پاملرنه وشي.
۳_ چاته يا کومې ادارې ته ليکو؟.
۴_ په دواړو رسمو ژبو بايد ليکل وکړو.
۵_ ژبني ګرامر ته پاملرنه .
۶_ که د ټايپ اسانتياو موجوده وي،نو بايد ټايپ شي.
د غوښتنليک ليکلو شکل يا جوړښت:
د غوښتنليک ليکلو شکل يا جوړښت په لاندې ډول دی!
لومړی برخه:
#_ د غوښتنليک ليکوونکي نوم.
#_ پلار نوم.
#_ نيکه نوم.
#_ د اوسېدو ځای.
دويمه برخه:
#_ دلته هغه ادارې او ارګان نوم ليکو،کوم يو ته چې غواړو غوښتنليک وکړو.
#_ د ادارې او مقام د پتې پسې لاندې د اسلام د ستر پيغمبر نبي اکرمه صلی الله عليه وسلم سنت ( السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته) ليکو.
درېيمه برخه:
#_ هغه څه چې غواړو او يا هغه څه چې د هغې په اړه نوموړي ادارې ته عارض کېږو،د پورته ياد شوو لارښوونو په نظر کې نيولو سره یې وليکو.
#_ بیا ورپسې د غوښتنليک کوونکي لاسليک يا ګوته لګول کېږي.
د غوښتنليک جوړښت:
// سکالو//
_ () د () د زوی غوښتن پاڼه د () …..
د ………… درانه مقام ته!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
متن !
درنښت
لاسليک
نمونه: د شهادتنامې د اخیستلو لپاره غوښتنليک:
() د () زوی غوښتن پاڼه
د ننکرهار ولايت د پوهنې رياست درانه مقام ته!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
قدرمنه! دا چې پېژندنه مې پورته ذکر ده، په ۱۳۹۶ ه ش کال د ننګرهار عالي لېسې د دولسم ټولګي څخه فارغ شوی يم. اوس غواړم چې خپل بری ليک يا شهادتنامه تر لاسه کړم، تر څو له حقوقو او امتيازاتو څخه يې سالمه ګټه پورته کړم؛ نو ستاسې درانه مقام ته عارض شوم، تر د شهادتنامې د اخیستو لپاره اړونده څانګې باندې لازمې لارښوونې راکړئ.
په درنښت
لاسليک