غڼې عادي مه گڼئ، د مېرمن ویلس گوته يې غوڅه کړه!

کله کله عادي غڼې څومره خطرناکې کېدای شي. دا خبره برتانیه کې ثابته شوه چېرته چې یوې وړې غڼې د یوې ښځې ګوته وچیچله چې له هغه څخه خپریدونکی زهر د ښځې د ژوند لپاره خطر وګرځېد او ګوتې پرې کولو ته اړ شوه.

برتانيي د کنټري درهم اوسیدونکې ښځه آندریا ویلس خپل کور کې له ماشومانو سره ناسته وه چې ناڅاپه یوې غڼې د دې ګوته وچیچله. د غڼې له چیچلو سره د آندریا ګوته وپړسېده او مجبوره شوه چې روغتون ته ولاړه شي. روغتون کې يې د دې ګوتې ۱۴ عملیاتونه وشول.

د عملیات کوونکي ډاکټر په وینا زهر د آندریا زړه خواته په خپریدو پیل کړی وو. که څه هم د زهرو خپرېدل ډېر زر کنټرول شول؛ خو ډاکټرانو د آندریا ګوتې په پرې کولو مجبور شول.

آندریا ویلس وايي چې د غڼې چیچل ډیر په تکلیف کړې وه او ګوته یي پړسیدلو سره توره شوې وه. د نوموړي په وینا دغه صحنه د ډاروونکې فلم له صحنې څخه کمه نه وه او داسې ښکارېده چې اوس باید یوازې د مرګ انتظار وکړم.

برتانیه کې دغې غڼې ته بلیک ویډو اسپایډر (Black Widow Spider) ویل کیږي چې ډیر زهر لرونکې وي. په دې ډول غڼو کې نیکوټایزنګ فیسیټیز (Necrotizing fasciitis) نومې زهر موجود وي چې پر اساس يې دغه غڼه غوښه هم خوړلی شي.