په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، ځواکونو یې د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ اړوند په کیکک سیمه کې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه میله کلاشینکوفونه، یو قبضه راکټ، یو ام پور او یو شمیر نور مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.