فاریاب کې ۲۳ وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شول

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د شنبې په ورځ د فاریاب ولایت په ګرزېوان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان چې ملا اکرم نومېږي، له خپلو ۲۳ ملګرو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

د امنیتي ځواکونو په وېنا دغه قوماندان او ملګرو یې وسلې هم له خپلو ځانونو سره راوړي او حکومتي ځواکونو ته یې ورکړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.