راپورونه وايي، د فرانسې په بندري ښارګوټي کالې کې یې له ځنګل نومي کمپ نه د کډوالو ایستلو بهیر بشپړ کړی دی.
په دغه کمپ کې مېشت اکثر کډوال بریتانیا ته د تلو لپاره لیوال ول او له همدې کبله دغه کمپ په اروپا کې د کډوالو بحران پر یوه سمبول بدل شوی و.
یوې ځايي چارواکې چې پابین بوچیو نومیږي او د ‘ پاس دي کالیز ‘ عملیاتو مشره ده وايي: «د ځنګل کېسه پای ته رسېدلې، زموږ ماموریت هم ختم شو، اوس په دغه کمپ کې هېڅ کډوال نه دی پاتې.»
د فرانسې حکومت د دغه کمپ ویجاړولو عملیات درې ورځې مخکې پیل کړي ول.
بوچیو ویلي، پنځه زره کسان له دغه ځایه د هېواد په لر او بر کې د استقبالیه او لارښوونې مرکزونو ته لېږل شوي دي.
باید وویل شي چې د اټکلونو له مخې دغه کمپ کې له ۶۰۰۰ تر ۸۰۰۰ پورې کسان مېشت ول.