فرانسه کې یو کس ۱۰ تنه په چړې وهلي دي

د فرانسې امنیتي چارواکي وايي، د دې هېواد په سویل ختیځ کې یو بریدګر ۱۰ کسان په چړې وهلي، چې دوه یې وژلي دي او اته یې نور ټپیان کړي دي.

د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت دغه برید ترهګریز بللی کوم چې ګرنوبل سره نږدې د رومانس ښار کې د چړې په واسطه شوی دی.

بریدګر دغلته د تنباکو جوړولو یوې کار خونې ته ننوتی او د دې کارخونې مالک، مشتریان او د یوې بلې نږدې هټۍ سره یې ولاړ خلک په چړو وهلي دي.

د فرانسې د رسنیو راپورونو له مخې د دې هېواد پولیسو یو ۳۳ کلن کس د برید په شک چې اصلاً سوډانی دی نیولی.

څارنوالانو ویلي، د نیول کېدو پر وخت دغه کس د سړک پر غاړه په ګونډو ناست او په عربي یې دعاګانې کولې.

تر اوسه د دې برید انګېزه نه ده معلومه، خو د کورنیو چارو وزیر کرېسټوفي ویلي، د یو سهار پیل یو سړي په یوه ترهګریز برید وکړ.

څارنوالانو ویلي، یو بل کس یې هم نیولی چې له دغه تورن سره یې یوځای ژوند کاوه.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون دا برید له کرکې ډک بللې، چې په وینا یې له وړاندې په سخت حالت کې ګیر هېواد یې لانور خپه کړی دی.