فرانسې امانویل ماکرون خپل نوی ولسمشر وټاکه

د فرانسې خلکو د یکشنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د دوو نوماندانو مارینې لوپن او امانویل ماکرون ترمنځ ټاکنه کوله چې د ورځې په پای کې لومړنیو پایلو وښودله چې د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې امانویل ماکرون ګټلي دي.
د فرانسې خبرې آژانس ته له بریا سمدلاسه وروسته، ماکرون وویل چې د هغه بریا د «هیلې» او نوي «فصل» ښکارندويي کوي. بل لوري ته بیا په د پاریس ښار یوه ستر جومات په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ماکرون بریالیتوب د فرانسې د مذهبونو ترمنځ د پخلاینې له پاره یوه نښه ده.
د ټاکنو تر لومړنیو پایلو سمدلاسه وروسته، مارینې لوپن خپل سیال امانویل ماکرون ته د ټاکنو د بریا له امله مبارکي ویلي ده. لومړنۍ پایلې ښیي چې ماکرون ۶۵ -۶۶،۱ سلنه رایې او لوپن بیا ۳۳.۹ -۳۵ سلنه رایې ګټلې دي.
په عین وخت کې د آلمان د صدراعظمې ویاند په خپله ټویټر پاڼه ماکرون ته مبارکې ویلي او د هغه بریا یې د غښتلې او متحدې اروپا له پاره بریا ګڼلې ده. د بریتانیې لومړۍ وزیرې، تیریسا مې هم امانویل ماکرون ته مبارکې ویلې او وايي چې فرانسه زموږ نږدې متحد دی او د دې هیواد له نوي ولسمشر سره به په پراخو موضوع ګانو ګډ کار وکړو.
د فرانسې د ټاکنو له لومړي پړاو څخه دوه مخکښو نوماندانو د ټاکنو دوهم پړاو ته لار موندلې وه. په دې کسانو کې یو هم د دې هیواد پخوانۍ د اقتصاد وزیر امانویل ماکرون د ښي اړخو د ګوند له نوماندې ماریني لوپن چې د اروپايي ټولنې ضد سیاست لري، سره یو ځای د ولسمشر د موقف له پاره مبارزه کوله. امانویل ماکرون د اروپا ملاتړی سیاست لري خو د هغه سیاله مارین لوپن بیا د مهاجرت او د اروپايي ټولنې ضد سیاست لري.
د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال په فرانسه کې د مهاجرینو راتګ او همدا راز د مسلمانانو موضوع یو له مهمو موضوع ګانو څخه وه چې په دې هکله ماکرون د خپل سیالې په پرتله څه نا څه نرم سیاست درلود.
د فرانسې حکومت تمه درلوده چې په دې ټاکنو کې به د ټولو ۴۷.۶ میلیونو په شرایطو برابر فرانسوي رایه ورکوونکو له ډلې څخه ۷۵ سلنه برخه واخلي.
د رایه ورکوونې پرمهال د RTBF په نامه یوې بلجیمي رسنۍ خبر ورکړی وو چې د فرانسې په ټاکنو کې امانویل ماکرون تر ماریني لوپن مخکښ دی. د دې رسنۍ د رپوټ په حواله ماکرون دفرانسې په دننه او بهر نورو ملکونو کې شاوخوا ۶۰ سلنه رایي ګټلې دي. یادې رسنې د دې پایلو د سرچینې او د رایې ورکوونکو د شمیر په هکله څه نه دي ویلي. د قانون له مخې په فرانسه کې د ټاکنو تر پایلو مخکې د ټاکنو د نتیجو اعلانول غیر قانوني کار دی.