فراه کې ۳۸ افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو لخوا آزاد شول

د فراه ولایت مقام وایي، یاد شمېر خوشي شوي امنیتي ځواکونه تېره جمعه د دغه ولایت د والي محمد شعیب په مشرۍ د یوې غونډې په ترڅ کې خپلو اړوندو قطعاتو ته وسپارل شول.

د یاد ولایت مقام زیاتوي، دا چې دغه ۳۸ افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو لخوا خوشي شوي؛ نو د خپلو کورنیو سره د لېدو په موخه به خپلو اړوندو سیمو ته واستول شي.

د فراه ولایت مقام دا هم ویلي دي، چې دوی به له خپلو کورنیو سره تر لېدو وروسته د پخوا په څېر خپلو دندو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره هڅې ګړندې شوي دي.