فرحان یوسفزی د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې فرحان یوسفزی د افغانستان کرکټ بورډ د نوي رئیس په توګه ګمارل شوی دی.

یوسفزی د ارګ تر اعلان وروسته د افغان کرکټ بورډ د غړو لخوا دغه بورډ ته د نوي رئیس په توګه ور وپيژندل شو.

نوموړي د خپلې معرفۍ غونډې پرمهال وویل، هڅه به وکړي چې د کرکټ بیرغ نور هم لوړ کړي.

له افغان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې یوسفزي د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي او د هېواد په سیاسي او اقتصادي ډګر کې یې غوره رول درلودلی او هم یو ښه سوداګر وو.

تر دې مخکې عزیزالله فضلي د افغانستان د کرکټ بورډ د رئیس په توګه دنده تر سره کوله.

د نړیوال جام تر پیلېدو مخکې د لوبډلمشر په توګه د ګلبدین نائب تر ټاکل کېدو او په دغه جام کې د افغان لوبډلې لخوا د ټولو لوبو تر بایللو وروسته پر فضلي او ملي لوبډله باندې نیوکې زیاتې شوې.

دا په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کرکټ بورډ څلورم رئیس دی چې ټاکل کېږي، تر دې مخکې نسیم دانش، عاطف مشعل او عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ رئیسان وه چې یوه یې هم پر دغه دنده درې کاله پوره نه کړل.