فرهنګي شخصیت راج ولي شاه خټک وفات شو

د پېښور د پښتو اکاډمۍ مخکینی مشر او مخکښ فرهنګي شخصیت ډاکټر راج ولي شاه خټک مړشو.

هغه د کوزې پښتونخوا د نوښار استوګن او په ادبیاتو کې د دوکتورا سند لرونکی و.

نوموړی د پېښور پوهنتون استاد هم پاتې شوی و او د پښتو ادبیاتو په برخه کې یې ګڼ څېړنیز،کره کتنیز او تخلیقي کتابونه لیکلي او چاپ شوي.

د هغه پرمړینې د پښتو ژبې ګڼو لیکوالو او فرهنګیانو خواشیني ښودلې او یوه لویه ضایع یې ګڼلې.

ډاکټرخټک وخت په وخت کابل او ننګرهار ته هم په علمي او فرهنګي سیمینارونو کې هم برخه اخیسته.