فرهنګ (کلتور) څه ته وایي؟

فرهنګ یعنې څه؟

ژباړونکی محمد سعید سعادت.

راځئ چې ځان او ټولنې لپاره داسې فرهنګي کړنې ترسره کړو،تر څو د یو فرهنګ لرونکي هیواد او ټولنې په څېر یاد شو.

د فرهنکي کیدو لپاره لنډه لار علم او معرفت دی.

دلته ځنې کړنې د فرهنګ د مالومیدو لپاره راوړل شوي دي پوره ندي مګر یو اړخ یې بللې شو.

 

۱: د یو چا په سورۍ جرابه پسې رشخند مه وهئ.

۲: که د چا سره مو د څـو میاشتو وروسته وکتل د چاغیدو یا خواریدو اظهار ورته مه کوئ.

۳: څوک خپلو سپینو ویښتانو ته مه متوجې کوئ.

۴: مه پریږدئ چې تل مو دوست د موټر کرایه ورکړي.

۵: په سرک او بازار کې په جیګ غږ مه غږیږئ.

۶: کچیرته د ماشومانو سره لوبې یا مستي کوئ ځان ورته بایلونکی او هغوئ ګتونکي کړئ.

۷: کله مو چې د مقابل خبرې ختمي شوي بیا خبرې وکړئ.

۸: که تلونکي لږ حرکت وروسته کړو غوغا مه کوئ.

۹: دومره عطر مه وهئ چې د څنګ ملګرې درنه لیرې لاړ شي.

۱۰: خپل اولادونه مو په کور تربیه کړئ.

۱۱: بغېر له خبر ورکولو د چا کور یا دفتر ته مه ورځئ.

۱۲: کله مو چې زړه تنګ او غوصه یاست په خپلو اولادونه غوصه مه سړوئ.

۱۳: کله چې چا نوی څیز اخستې وو د قیمت پوښتنه ترې مه کوئ.

۱۴: که مو د چا سره مخه ښه کوله د لمر زد عېنکې مو لیرې کړئ.

۱۵: له نورو خلکو نظرونو ته احترام وکړئ که ستاسې له دیدګاه غلط هم وي.

۱۶: په هفته کې لس ځل خپل پروفایل مه بدلوئ.

۱۷: کله چې موتر چلوئ د پیاده تلونکو خلکو خیال وساتئ.

۱۸: چې چا ګړولې نه وي مفته مشورې مه ورکوئ.

۱۹: که په ملیوني موټـر کې سپور یې او یا پیاده روان یې باید چلند دی یو شان وي.

۲۰: کله چې کوم کس د خپل کوم څیز صفت وکړو تاسې یې مه سپکوئ.

 

پورته نقاط مو که په تولنه کې په عمل کې وي بیا د بشپړ فرهنک لرونکو خلکو څخه یو.