فصاحت او بلاغت

لیکنه : عزت الله نورزی‎

د پښتو ادب په ځینو کتابونو کې د معاني پوهنې (د معاني علم) مسأله مبهمه راوړل شوې؛ خو کوم سیستماتیک کار ورته نه دی شوی. د معاني پوهنې په تعریف کې مو یادونه وکړه چې د جملو له دویمې معنا څخه بحث کوي یعنې مطلب په غیرې مستقیمه ژبه څرګندوي، چې پر همدې اساس اغېزناک او ګټور شي. که زموږ کلام واضح او څرګند وي، کېدای شي بلیغ هم وي؛ همدې واضح او څرګند کلام ته فصیح کلام وايي.

ځینې کتابونه، لیکوالان… فصاحت او بلاغت په یوه معنا استعمالوي، خو ترمنځ یې څرګندې پولې شته، جزیات یې یو له بله توپیر لري. له فصاحت څخه زموږ مراد دا دی چې کلمې څرګندې او واضح وکاروو، یعنې له ګرامري اړخه سمې واوسي.

په زړه پورې او اغېز لرونکې وینا ته بلاغت وايي، بلیغ هغه څوک دی چې خپل مطلب په ارمتیا تر مخاطبه پورې ورسوي، د هغه له سويې او اړتیا سره یې کلام سمون وخوري؛ خو په کوم علم کې چې دا موضوع څېړل کیږي، هغه ته معاني پوهنه وايي.

فصاحت مو ځکه د معاني جز وګرځاوه: بلیغ کلام هغه وخت را منځته کېږي چې کلام واضح او څرګند شي، نو بیا بلیغ کلام هم شتون لرلی شي. که کلمات فصیح نه وي، نو کلام هم نه‌شي فصیح کېدای. اوس دغې پایلې ته ورسېدو چې فصاحت په لفظ پورې اړه لري، سرو کار یې له لفظ سره وي؛ خو د بلاغت سرو کار له معنا سره دی.