فلسطین کې د روژې په مناسبت په طلاق بندیز ولګېده

 

د فلسطین سترې محکمې د رمضان المبارک میاشت کې په طلاق ورکولو باندې بندیز لګولی دی.

قاضي قضات محمود حبش تیره ورځ د یوه ځانګړي فرمان په خپرولو سره د فلسطین ټولو محاکمو ته امر کړی، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د طلاق نامو له صادرولو څخه ډډه وکړي.

نوموړي دلیل نیولی چې په روژه کې خلک د زیاتې لوږې او تندې له کبله هم غوسه کیږي او طلاق ورکوي، چې وروسته بیا دواړه لوري پښېمانه وي.

حبش زیاتوي د تیرو کلونو تجربو ثابته کړې چې د روژې مبارکه میاشت کې واقع شوي طلاقونه اکثره د بیړنۍ پرېکړې له کبله شوي وي، ځکه خو منفي پایلې هم له ځانه سره لري.