فلوريډا کې توپان پنځه نيم ميليونه خلک کډې کولو ته اړ کړي

متحده ايالتونو کې د ایرما خونړي توپان لړۍ تر فلورېډا ايالته په رسېدو ده او د دغه ايالت چارواکو د فلورېډا ساحلي سيمو کې له پنځه نيم ميليونه وگړو غوښتي، چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سيمو ته ځانونه ورسوي.

د هوا پېژندنې ادارې ويلي، چې شونې ده فلورېډا ته په رسېدو ايرما توپان دغه ايالت ويجاړ کړي او په کې پاتې خلک هم خپل ژوند وبایلي، خو چارواکو د تېرې جمعې له ورځې خلکو ته امر کړی، چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سيمو ته ځانونه ورسوي.

د فلوريډا ايالت مسوولينو او مرستندويه ادارو ويلي، که د فلورېډا ساحلونو ته نژدې کسانو خوندي ځايونو ته ځانونه ونه رسول، نو د یکشنبې او دوشنبې په ورځ به د توپان له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

له اووم سپټمبره پيل شوی ايرما توپان تر اوسه په منځنۍ امريکا کې يو شمېر جزيرې ويجاړې کړي، تر شپېتو پورې کسان يې وژلي او له ۱۸۰ ميلياردو ډالرو زیات زيان يې اړولی دی.

د هوا پيژندنې ادارې ويلي، چې نن يکشنبه به دغه توپان د فلورېډا ساحلونو ته ورسېږي او که مخه يې بدله کړه، نو د فلورېډا پر ځای به کارولينا او جورجيا ايالتونه وځپي.

په کارولينا او جورجيا ايالتونو کې هم بېړنې حالت اعلان شوی دی.

ايرما تر اوسه کيربين جزيرې او هيټي کې لکونه خلک اغېزمن کړي او ډېری جزيرې تر نوي سلنو برخو ويجاړې شوي دي.

د ايرما توپان رفتار په يوه ساعت کې ۲۷۰ کيلومټره دی او ويل کېږي، چې د ۱۹۷۳ راهيسې تر ټولو توند توپان دی.