فوټبال:بارسلونا، ریال مادرید ته درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه

د لالیګا لیګ سیالیو کې بارسلونا، ریال مادرید ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې بارسلونا لوبډلې لومړی ګول په ۵۷ دویم ګول ۶۴مه او دریم ګول په ۹۳یمه دقیقه کې ووهلو،چې لومړی ګول یې سواریس، دویم ګول لیونل میسي او دریم ګول یې الیکس وي دال ووهلو.

د دې لوبې په ګټلو سره بارسلونا لوبډلې ۱۴ امتیازونه ترلاسه کړل او د لالیګا د قهرمانۍ د ګټلو لپاره یې خپل چانس زیات کړ.

دا لوبه د سنتیاګو برنابیو لوبغالي کې تر سره شوه.