فوټبال: اسیا جام کې جاپان تورکستان ته ۳-۲ ماتې ورکړه

د اسیا جام په روانو سیالو کې، چې متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي د جاپان هېواد لوبډلې په کې تورکستان ته درې د دوه ګولونو مقابل کې ماتې ورکړه.

جاپان لوبډلې ته دوه ګولونه یایو اوساکو دوه او ریتسي دو وان یو ګول وکړ.

تورکستان لوبډلې په دې لوبه کې دوه ګولونه ترسره کړل.

لوبه په همدې ترتیب درې د دوه ګولونو په نتیجې سره د جاپان لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د دې سیالیو په نورو لوبو کې ازبکستا، عمان دوه یو او قطر لبنان ته دوه صفر ماتې ورکړه.

د اسیا فوټبال جام سیالۍ د ۲۴ هېوادونو لوبډلو ترمنځ د روانې جنوري میاشتې له ۵مې نېټې پیل شوي او د فیبروري تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

خبریال : نصرت الله عمرزی