د افغانستان د ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله په دویم پړاو مرکزي اسیایي سیالیو کې نن جمعه خپله لومړۍ لوبه له قرغیزستان لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په رسمي فسبوک پاڼه کې راغلي، چې دا لوبه به د ماذیګر په پنځه نیمو بجو پېل شي.
دا سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره کېږي او د افغانستان په ګډون پکې ایران، غرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونه ګډون کوي.
افغان لوبډله به دې سیالیو کې د هرې لوبډلې سره یوه یوه لوبه ترسره کړي.