د افغانستان ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډلې اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په خپله وروستۍ لوبه کې نيپال ته دوه د صفر ګولونو مقابل کې ماتې ورکړه.
که څه هم دا لوبه افغان لوبډلې وګټله، خو په خپلو لومړیو دوه ماتو سره ونه توانېده، چې اسیا جام او د راتلونکي کال المپکي لوبو ته لار پیدا کړي.
افغان لوبډلې په دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه قطر او دویمه لوبه یې عمان لوبډلې ته بایللې وه.
اسیا جام ته د لار موندنې په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو لوبډلو برخه اخېستې وه.