که څه هم بارسلونا لوبډله وار له مخه د روانو لالیګا لیګ سیالیو اتله شوې، خو په ۳۷مه لوبه کې یې لیونته لوبډلې ته ماتې ومنله.
دې لوبه کې لیونته پنځه خو بارسلونا څلور ګولونه ووهل.
د لیونته لپاره بوایتنګ د ګولونو هټریک وکړ، نوموړي د لوبې په ۹مه ۳۰مه او ۴۹مه دقیقه کې ګول ووهلو او دوه ګولونه باردي په ۴۶مه او ۵۶مه دقیقه کې وکړ.
د بارسلونا لپاره هم پیلیپ کاوټینو هټرک وکړ، هغه د لوبې په ۳۸مه ۵۹مه او ۶۴مه دقیقه کې ګولونه ووهلو، دوی ته څلورم ګول سواریز د لوبې په ۷۱یمه دقیقه کې پینلتي ګول وکړ، خو بیا یې هم بارسلونا لوبډله تر بریا ونه شوه رسولی او د یو ګول په توپیر یې ماتې وخوړه.
د لالیګا لیګ ویب پاڼې د معلوماتو لمخې بارسلونا لوبډلې په روانو لالیګا لیګ سیالیو کې له ۳۷ لوبو څخه ۲۷ ګټلي ۹ یې مساوي شوي او همدا یوه سیالي یې وبایلله.
بارسلونا لوبډلې په ډېرو بریاوو سره وار له مخه د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه.
خبریال : نصرت الله عمرزی