فوټبال: د افغانستان او ازبکستان لوبه هم مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان د ۱۹ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په مرکزي اسیایي سیالیو کې خپله دویمه لوبه تېر ماښام له ازبکستان سره وکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په دې لوبه کې دواړو لوبډلو دوه ــ دوه ګولونه وکړل، چې پایله کې لوبه مساوي پای ته ورسېده.

دا سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره کیږي او د افغانستان په ګډون پکې ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران لوبډلې لوبیږي.

د افغانستان لومړۍ لوبه هم دوه په دوه له ترکمنستان سره مساوي شوې وه.

ټاکل شوې افغان لوبډله دې سیالیو کې خپله درېیمه لوبه سبا ماښام اوه نیمې بجې له تاجکستان سره پېل کړي.