فوټبال: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لوبه مساوي شوه

د افغانستان د ۱۹ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په مرکزي اسیایي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه تېر ماښام له ترکمنستان سره وکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په دې لوبه کې دواړو لوبډلو دوه ــ دوه ګولونه وکړل، چې پایله کې لوبه مساوي پای ته ورسېده.

دا سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره کیږي او د افغانستان په ګډون پکې ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران لوبډلې لوبیږي.

ټاکل شوې افغان لوبډله دې سیالیو کې خپله دویمه لوبه نن مازیګر څلور نیمې بجې له ازبکستان سره پېل کړي.

بله لوبه کې ایران ازبکستان ته دوه پر صفر ماتې ورکړه، چې په دې لوبه کې دوه افغان لوبڅارانو حلیم اقا شېرزاد او محمد شریف سروري لوبڅاري وکړه.