فوټبال: د لالیګ لیګ کې تېره شپه څلور سیالۍ ترسره شوې

د هسپانیې د لالیګا لیګ فوټبال سیالیو کې تېرشپه څلور لوبې وشوې، چې په لومړۍ لوبه کې سیلتا ویګو لوبډلې ایبر لوبډلې ته دوه د صفر ماتې ورکړه،چې لومړی ګول یې ۵۶مه او دویم ګول یې ۷۹یمه دقیقه کې وکړ.

دویمه لوبه ریال مادرید څلور د صفر مقابل کې وګټله، چې د فوټبال مشهور لوبغاړي کریسټیانو رونالډو پکې دوه ګولونه ووهل لومړی ګول یې په ۴۴مه او دویم ګول یې په ۶۱مه دقیقه کې وکړ، یو ګول بیالي ۴۶مه او بل یې بینزیما په ۸۹یمه دقیقه کې ووهلو.

درېمه لوبه یې د لیګینس او لاسپلماس لوبډلو ترمنځ بې له کوم ګول کولو څخه په مساوي توګه پای ته ورسیده.

څلورمه لوبه کې بارسلونا جیرونا ته ۶ د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.

لوئیس سواریز درې لیونیل میسي دوه او کویتنو یو ګول ووهلو.

په دې سیالیو کې بارسلونا لوبډله په ۶۵ نمرو د جدول په لومړي، اتلتیکو مادرید په ۵۵ نمرو د جدول دویم، ریال مادرید په ۵۱ نمر د جدول درېم او ولینسیا د ۴۶ نمرو په درلودلو سره د جدول په څلوم مقام کې ځای لري.

نصرت الله عمرزی