فوټبال: د هسپانیې لالیګا لیګ سیالیو کې اتلتیکو مادرید سیل ویلا ته ماتې ورکړه

اتلتیکو مادرید لوبډلې د ګریزمان د درې ګولونو په مرسته وکولای شول، چې خپلې سیالې سیل ویلا لوبډلې ته پنځه د دوه مقابل کې ماتې ورکړي.

په دې لوبه کې د اتلتیکو مادرید لپاره لومړی ګول دیګو کاستا د لوبې په ۲۹مه دقیقه کې وکړ.

ګریزمان لومړی ګول په ۴۲مه دویم په ۵۱مه او دریم ګول یې په ۸۱یمه دقیقه کې وکړ او یو ګول کوک په ۶۵ مه دقیقه کې وکړ.

سیل ویلا لوبډله د لوبې په ورستیو شیبو کې بیا په دې وتوانیده،چې دوه ګولونه ووهي.

لومړی ګول یې په ۸۵یمه او دویم ګول یې په ۸۹یمه دقیقه کې ووهلو.

اتلیتکو مادرید لوبډله په روانو سیالیو کې د بارسلونا وروسته د په ۵۸ نمرو د جدول په دویم مقام کې ځای لري.

په دې سیالیو کې ۲۰ لوبډلې یو د بل پروړاندې سیالۍ ترسره کوي، چې بارسلونا لوبډله یې په لومړي، اتلتیکو مادرید په دویم، ریال مادرید په درېم او ویلینسیا په څلورم مقام کې ځای لري.

نصرت الله عمرزی