ټاکل شوې د یو ملت او یو غږ تر نامه لاندې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالو اووم پړاو راتلونکې یکشنبه په کابل کې پیل شي.
د یاد لیګ ویب پاڼې د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې اته لوبډلې په دوه ګروپونو تقسیم شوي، چې په الف ګروپ کې یې شاهین اسمايی، سپین غر بازان، د اباسین څپې او موج های آمو لوبډلې یو له بل سره ولوبیږي.
په ب ګروپ کې یې د میوند اتلان، سیمرغ البرز، طوفان هریرود او عقابان هندوکش لوبډلې شتون لري.
د یاد لیګ د مسوؤلینو په خبره دا لیګ د مالي ستونزو له کبله د څه مودې لپاره وځنډول شو.
د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال، سید علي رضا آغازاده وايي د دې لیګ لګښت به د افغانستان د فوټبال فدراسیون او غوره لیګ لخوا ورکړل شي.
د اووم پړاو سیالۍ به د شاهین آسمايي او موج هاي امو لوبډلو ترمنځ پیل شي.
د دې لیګ ټولې سیالۍ د شپې له خوا ترسره کیږي.
تېر کال د دې سیالیو اتلولي شاهین اسمایي لوبډلې ګټلې وه.
خبریال : نصرت الله عمرزی