فوټبال: ریال سوسیداد اتلتیکو مادرېد ته درې د صفر ګول مقابل کې ماتې ورکړه

ریال سوسیداد د لالیګا لیګ یوې مخکښې او مشورې لوبډلې اتلتیکو مادرېد ته درې د صفر ګول په وهلو سره سخته ماتې ورکړه.

د سوسیداد لپاره لومړی ګول په ۲۷مه دقیقه کې ویلین جاس او په ۸۰یمه دقیقه کې جانمي ووهلو.

دې لوبه کې دوی دریم ګول د لوبې اضافي وخت کې وکړ.

اتلتیکو چې یوه پیاوړې لوبډله او دې سیالیو کې دویم مقام لري د ډیرو هڅو سره سره بیا هم په ګول بریالۍ نه شوه او دا ماتې ورته حیرانونکې وه.

د لالیګ لیګ ویب پاڼې د معلوماتو لمخې د تېرې شپې نورو لوبو کې ریال بتیس یو د صفر مقابل کې لاسپلماس، لیوانتا مالاګاته یو د صفر او جیرونا الاویس ته دوه د یو ګول مقابل کې ماتې ورکړه.

نصرت الله عمرزی