د هسپانیې د لالیګا لیګ فوټبال سیالیو کې تېره شپه ریال مادرید، لاسپلماس ته درې د صفر وړاندې ماتې ورکړه.
د ریال مادرید لپاره دوه ګولونه ګریت بالي او یو ګول بینزیما ووهلو، خو د لاسپلماس لوبډلې لپاره بیا کوم لوبغاړي ګول ونه کړ.
د تېرې شپې په نورو لوبو کې د جیرونا او لیوانتي ترمنځ لوبه او د اتلیتک بیلبو او سیلته ویګو ترمنځ لوبه یو په مساوي شوه، خو د سیویلا او برسولانا ترمنځ لوبه بیا دوه په دوه سره په مساوي توګه پای ته ورسېده.
د هسپانیې د لالیګ لیګ په دې سیالیو کې ټولې شل لوبډلې دي، چې بارسلونا یې د ۷۶ نمرو په لرلو سره په لومړي او اتلیتیکو مادرید یې یې د ۶۴ نمرو په لرلو سره په دویم مقام کې ځای لري.
نصرت الله عمرزی