فوټبال: ریال مادرېد لالیګا کې اتلولۍ ته نږدې شو

د هسپانیا لالیګا لیګ روان پړاو فوټبال سیاليو کې تېره شپه ریال مادرېد لوبډلې خطافې ته په ماتې ورکولو اتلولۍ ته ځان نور هم نږدې کړ. دا له ۳۶ لوبو څخه د ریال مادرېد ۲۵مه بریا وه او جدول کې یې نومرې ۸۳ ته لوړې شوې، چې له بارسلونا یې ۴ نمرې زیاتې شوې. بارسلونا لوبډلې له ۳۶ لوبو څخه ۲۴ ګټلي او په ۷۹ نمرو د جدول دویم مقام کې کې ده. د لالیګا دغه لیګ د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۱۶مه نېټه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې او د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه نېټه به د ریال مادرېد او یا هم د بارسلونا په اتلولۍ پای ته ورسیږي. په دغې لیګ کې هره لوبډله ۳۸-۳۸ لوبې کوي، چې اوس هرې لوبډلې ۳۶-۳۶ کړي او دوه دوه یې پاتې دي. ریال مادرېد به خپله ۳۷مه لوبه د روانې جولای میاشتې په ۱۶ ویاریال سره او خپله وروستۍ لوبه به په ۱۹مه نېټه لیګانیس سره ترسره کړي. ویاریال د جدول پنځم او لیګانیس په ۱۸م نمبر کې ده. بل پلو بارسلونا چې لا هم د اتلولۍ هېلې یې شته خپله ۳۷مه لوبه به په ۱۶مه نېټه له اوساسونا سره او خپله وروستۍ لوبه به په ۱۹مه نېټه له الاویس سره ترسره کړي. که ریال مادرېد خپلې راتلونکې دواړه لوبې وبایلي او بارسلونا بریاوې ترسره کړي اتلولي به د بارسلونا شي، خو په راتلونکو سیالیو کې که ریال مادرېد یوه بریا هم خپله کړي بارسلونا ته ستونزې جوړېدای شي. بارسلونا تېر پړاو د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه. ریال مادرېد تر ټولو زیات ۳۳ ځلې او بارسلو ۲۶ ځلې د یادو سیالیو اتلولي ګټلې ده. لالیګا لیګ له ۱۹۲۹ کال راهیسې پیل شوی دی. خبریال: نصرت الله عمرزی