فوټبال: کاناډا ښځینه وو لوبډلې نیوزېلېنډ ته ماتې ورکړه

د ښځینه وو فوټبال نړیوال جام کې د کاناډا او نیوزېلېنډ لوبډلو ترمنځ د لوبې لومړۍ نیمایي صفر په صفر مساوي وه.

دویمه نیمایې کې کاناډا لوبډلې دوه ګولونه وکړل، چې لومړی ګول یې په ۴۸مه او دویم ګول یې په ۷۹یمه دقیقه کې وواهه.

نیوزېلېنډ لوبډلې په دې لوبه کې د ګول وهلو ډېرې هڅې وکړې؛ خو بیا هم په ګول وهلو ونه توانېده.

کاناډا لوبډله د ښځینه وو روان نړیوال جام فوټبال سیالیو کې په اي ګروپ کې ځای لري او خپل ګروپ کې دویم مقام کې ده.

خبریال: نصرت الله عمرزی