د هسپانیې لالیګا لیګ فوټبال سیالیو په دوام د تېره شپه څلور لوبې ترسره شوې، چې د فوټبال یوې مشهورې لوبډلې ریال مادرېد، مالاګا ته دوه د یو مقابل کې ماتې ورکړه.
د ریال مادرېد لپاره لومړی ګول ایسکو په ۱۵مه دقیقه کې او دویم ګول کاسمیرو په ۶۳مه دقیقه کې ووهلو، خو د مالاګا لپاره بیا د لوبې په اضافي وخت کې رولان یو ګول وکړ.
د لالیګا لیګ ویب پاڼې د معلوماتو لمخې بله لوبه کې بیا اتلتیکو مادرېد، لیوانتا لوبډلې ته درې د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
د اتلتیکو لپاره کوریا لومړی، ګریزمان دویم او توریس دریم ګول وکړ، خو لیوانتا لوبډله د ډیرو هڅو سره سره بیا هم په کوم ګول بریالۍ نه شوه.
د تیرې شپې په نورو لوبو کې خیتافې لوبډلې ایسپانیول ته یو د صفر او الاویس لوبډلې ایبر لوبډله یو د صفر مقابل کې له ماتې سره مخ کړه.
نصرت الله عمرزی