فکرونه

لیکنه : نورالله زهير

د اســتـاد پـسرلي په دې بـيتـونـوکي بلا خبري دي ما له دې بيتونو سرّه دا څو کرښي يو ځای کړې دي.

نه زوړ منطق چليږي ياره نه زاړه فکرونه     ځيرک زلمي په تاوده جنګ کي هم سنګر بدلوي

که بدلون غواړې پسرليه فکر مه هېروه    موډ خو خولۍ بدلوي فکر دی چي سر بدلوي

استاد پــسـرلی

پـه دې بـيتونو کي د زاړه او نوي فکر خبره راښيي چي د بدلون لپاره نوی فکر څومره مهم او اړين دی.

د لومـړي بـيت په لومړۍ مسره کي شاعر دا ادعا کوي چي د زاړه منطق او زاړه فکر وخت تـېر دی اوس نـه چلــيږي، نوي فکر ته اړتيا ده.

دويمه مسـره کي د خپلي ادعا لـپـاره ثـبوت او دليل راوړي. پښتانه وايي د جنګ خبري خوږې سـاعت ئې تـريـخ دی.

شــاعر همدا وايي په دغه سخت او تريخ ساعت کي هـم ځيـرک سرتــيري پــر زاړه ځای نه پاتيږي، مورچه او سنګر بدلوي، نوی ځای انتخابوي. په دويــم بـيـت کـي همدا د نوي فکر د پيداکولو او د زاړه فکرد پرېښودلو خبره راغبرګوي شاعر د بدلون لپاره د فکر ارزښت او ضرورت ښيي.

دلـته شـاعر ځان تـه خطـاب کوي مګرټولنه مخاطبه ده، خطاب ټولني ته دی په دې بيت کي د ځير کېـدو ټکی دا دی چي شاعر مـو متـــوجه کوي چي مـوډ زمــوږ خولۍ او پټکی بدلولای شي سر مونشي بدلولای فکر دی چي سر مو بدلوي، دلته سـر جز ياد شوی دی مراد ترې کل دی چي ټول انـسان دی يعني فکر سر نـه انسان بدلوي، ټولنه بدلولای شي ان تر ملته پوري.

 

دغه ټول بدلونونه د فکر نوي کول اوعملي کار غواړي. پـرون تـېر شوپرونی منطق او فکرله پرون سره پاته شو نن نوی فکر غواړي نن ته به د پرون، سبا تـه بـه د نـن په عينکو کي نه ګورو دا د بدلون هيله ده.

کـه بـدلون غـواړو او د بدلون هيله لرو بايد فکر نوی کړو د نوي فکر په رڼا ځان رسولای شو. لــه فــکر سره عمل هم ضرور دی يوازي فکر کول او عمل نه کول د اوبو پر مخ نقشې دي.