د افغانستان ولسمشر ته د هغو دولت مخالفه وسله والو لېست سپارل شوی دی چې محکمو پر هغوی د اعدام حکم کړی.
ویل کیږي چې ښایي ولسمشر اشرف غني د یو شمېر کسانو د اعدام حکم لاسلیک کړي.
د بخښې نړیوال سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی، د افغانستان له ولسمشره غوښتي دي چې په اعدام د محکومو زندانیانو حکم لاسلیک نه کړي.
افغان دولت به د بخښنې نړیوال سازمان دې غوښتنې ته څه ځواب وايي؟
په همدې اړه زمونږهمکار محمد زمان سهیل په کابل کې د سیاسي مسایلو له څیړونکي انجینر محمد یونس فکور سره خبرې کړي او په سرکي یې دیاد سازمان دپریکړي په اړه تري پوښتلي.
دا غږیزه مرکه دلته اوریدلای شئ.