چهارشنبه , 19 جون 2024

فیسبوک داسې پاڼې بندوي

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې فیسبوک پر اسراییلي شرکت (آرکمیډیز) ددې لپاره بندیزونه لګولي دي چې په بېلا بېلو هېوادونو کې د دروغو خبرونو پر خپرولو او په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه پرې وو.

د نړیوال خبري اژانس راپور له مخې فیسبوک د اسراییلي شرکت په ۶۵ فیسبوک حسابونو، ۱۶۱ پاڼو، لسګونو ګروپونه او ۴ د انسټاګرام حسابونه په بشپړه توګه له منځه وړې دي.

د راپورونو له مخې د سایبر امنیتي پالیسۍ مشر وایي چې دغه حسابونه او پاڼې د ځینو شرکتونو په تړاو او مرسته په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو وړتیاو او مهارتونو له لارې د حقیقت بدلولو کوښښ کوي.

په فیسبوک کې ددې شرکت اصلي هدف د سهار افریقې سیمې ټول هېوادونه، د جنوب ختیځې اسیا او لاتینې امریکا ځینې هېوادونه هم شامل دي چې ددوی لخوا په نښه شوي دي.

دغه حسابونو او پاڼو شاوخوا ۳ ملیونه خوښونکي او په ملیونونو کتونکي درلودل.

د فیسبوک چارواکو د وینا سره سم چې یاد شرکت په جعلي اعلانونو تر یو ملیون ډالر لګښت کړی چې پېل یې په ۲۰۱۲م کال کې شوی دی، چې اوس ددوی لخوا پرې بندیزونه لګیدلي دي.

یاده دې وي چې په ۲۰۱۶م کال کې پر فیسبوک تور پورې شوی و چې په امریکا کې د ټاکنو پرمهال یې د خلکو رایې بدلولو لپاره د فیسبوک استعمال کړی و، چې له هغې وروسته پر فیسبوک امنیتي فشارونه زیات شوي دي.

څو ورځې وړاندې یوې بلې اسراییلي شرکت (NSO) د فیسبوک تر ملکیت لاندې اپلیکیشن واټساپ د سافټ ویر له لارې تر برید لاندې راوستی و چې له کبله یې د واټساپ له لارې د خلکو تلیفونونو ته لاسرسی موندلی و.