فیسبوک روحي مریضي پيدا کوي

فیسبوک روحي مریضي پيدا کوي

یوې نوې تازه څېړنې ښودلې چې د ټولنیزو وېبپاڼو له منځه فیسبوک د ځوانانو خوب له منځه وړي او د روحي او ذهني پریشانیو په څېر مریضیو باندې یې اخته کوي.

د سکاټلیند ګلاسکو پوهنتون څېړنې په اساس هغه کس چې ډیر انترنیت استعمالوي همېشه په دې ډار کې وي چې په ټولنیزو رسنیو کې ترې کوم څه له لیدلو، لوستلو او ان له تبصرې کولو پرته پاتې نشي او له همدې کبله ددغو وېبپاڼو سره د همېشه پاتې کېدو فشار یې پر دماغو سپور وي.

څېړنه کې ویل شوي چې ټولنیزې رسنۍ ډيری ځوانان استعمالوي او د شپې ډيری وخت په دې تیروي چې له کبله یې د ډيرو ستونزو د زیږیدو خطر وي.

څېړونکي وايي چې هغه ځوانان چې فیسبوک ډير استعمالوي، په اوږد مهاله ذهني ستونزو د اخته کېدو ویره يې ډيره شته دی.

څېړونکي ډاکتر هیتهر کلیلینډ ووډز په وینا فیسبوک او نورې ټولنیزې رسنیو ډير استعمال د زړه تنګۍ، ذهني فشار او د خوب د خرابۍ په څېر ستونزو کې مهم رول لوبوي.

تر دې وړاندې په کانډا کې هم شوې یوې څېړنې ښودلې وه چې ټولنیزې رسنیو استعمال د دهني مریضۍ پيدا کوي او په ځانګړي توګه هغوی ډیر له دغو ستونزو سره مخ کیږي چې د ورځې تر دوو ساعتونو زیات فیسبوک استعمالوي.