فیسبوک: روسانو زرګونه پوسټونه د امریکایانو د نظر د بدلون لپاره کړي

د فیسبوک له خوا یو نوی خپور شوی راپور ښیې چې د امریکا د خلکو د سیاسي نظریاتو د بدلولو په هدف د روسي سیاستوالو له خوا لسګونه زره مطالب خپاره شوي دي. دا څيړنه چې جزئیات یې رسنیو خپاره کړي ښيي چې په روسيه کې اتیا زره پوسټونه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په وخت کې د رأيې ورکوونکو د نظر د بدلولو په موخه خپاره شوي او ښايي ۱۲۶ میلیونه امریکایانو د دوو کلونو په اوږدو کې دا پوستونو لیدلي وي.

د فیسبوک د دې څېړنې پایلې د امریکا کانګرس ته لیږل شوې دي. په همدې حال کې په دې راپور کې د بلې ټولنیزې شبکې ټویټر موندنې هم ښیې چې د انټرنیټي څېړنو د ادارې له ټولنې سره اړوندو روسي فعالانو په دې شبکه کې خورا زیات اکاونټونه جوړ کړي دي. تردې وړاندې هم پر مسکو تور و چې د امریکا په ټاکنو کې یې لاس وهنه کړې ده.